42 او هر څوک چې له دې وړو نه چې په ما ايمان لرى، د هغوئ په لار کښې خنډونه جوړوى نو دا به د هغۀ دپاره غوره وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى.
خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“
خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى.
خو هر هغه څوک چې په دې وړو ماشومانو کښې چې په ما يې ايمان راوړے دے، يو ته تيندک ورکوى، نو د هغۀ دپاره دا بهتره ده چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په سمندر کښې ډوب شى.
هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“
نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.
بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”چا ته چې د هغۀ په حقله څۀ نۀ دى وئيلے شوى، هغوئ به ووينى، او چا چې د هغۀ په حقله نۀ دى اورېدلى، هغوئ به پوهه شى.“
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بېاتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ.
مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى،
چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ.
نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.
نو بيا ډېر به د خپلې شهوت پرستۍ په لار روان شى او د دې اُستاذانو په وجه به د حق د لارې بدنامى کيږى.