Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 9:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو هغوئ ته هلته الياس او موسىٰ ښکاره شو چې د عيسىٰ سره يې خبرې کولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 9:4
15 Iomraidhean Croise  

ځکه چې د يحيىٰ د راتلو نه وړاندې ټولو نبيانو او د موسىٰ شريعت د دې وخت انتظار کړے وو.


د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې، داسې سپينې چې د زمکې په مخ داسې چا نۀ شوې سپينولے.


نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل څومره ښۀ دى. مونږ له اجازه راکړه چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“


بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، نور دې الياس ګڼى، او ځينې وائى چې د پخوانو نبيانو نه يو بيا راژوندے شوے دے.“


تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى.


نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan