38 يوحنا هغۀ ته ووئيل، ”اُستاذه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه چې هغه زمونږ نه نۀ وو.“
څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى.
خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې داسې هيڅوک نشته چې زما په نوم معجزې ښکاره کوى او بيا به په ما پسې بد وائى.
نو کۀ چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى.