28 بيا عيسىٰ دننه لاړو او د هغۀ مريدانو ترې ځان له تپوس وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“
مريدان عيسىٰ ته ورنزدې شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ دوئ ته په مِثالونو کښې خبرې ولې کوې؟“
هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورله راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“
بيا پطروس ووئيل چې، ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“
کله چې عيسىٰ يو څو ورځې وروستو کفرنحُوم ته واپس شو نو خلقو ته دا پته ولګېده چې هغه په کور کښې دے.
نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے.
هر کله چې عيسىٰ د ګڼې نه فارغ شو نو دولسو مريدانو او نورو د هغۀ نه ځانله د مِثالونو په حقله تپوس وکړو.
هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.
هر کله چې عيسىٰ د دې خلقو نه بېل شو او کور ته لاړو نو د هغۀ مريدانو د دې مِثال په حقله د هغۀ نه تپوس وکړو.
خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو.
هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا قِسم صرف او صرف د دُعا په وسيله شړلے کيږى.“