27 خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“
څۀ وخت چې ګڼه ګوڼه بهر کړے شوه نو هغه ورننوتو او جينۍ يې د لاسه ونيوله، نو هغه راپاڅېده.
عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“
بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“
هغۀ په زوره چغې کړې او ډېر يې تاو راتاو کړو او بيا پيرے ترې ووتو او هلک لکه د مړى په شان پرېوتو، بلکې ډېرو وئيل چې، ”دے مړ دے.“
بيا عيسىٰ دننه لاړو او د هغۀ مريدانو ترې ځان له تپوس وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“
کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“
بيا پطروس هغه د ښى لاس نه ونيولو، او د هغۀ په ودرولو کښې يې مدد وکړو او سمدستى يې په پښو او ګيټو کښې طاقت پېدا شو.
پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده.