Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 9:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 څو ځله يې د هلاکولو دپاره اور او اوبو ته هم غورزولے دے، او کۀ تۀ څۀ کولے شې نو په مونږ رحم وکړه او مدد راسره وکړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 9:22
12 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“


او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغۀ مِرګى راځى او ډېر يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى.


د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.


خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“


کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“


خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“


عيسىٰ د هغۀ د پلار نه تپوس وکړو چې، ”څومره موده کيږى چې دے په دې حال دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”د وړوکوالې راسې.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“


کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan