17 په ګڼه کښې يو سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، ما خپل زوئ تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے چې ورنه خبرې نۀ شى کولے.
بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګا سړے راوستو چې پيرى نيولے وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو.
او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغۀ مِرګى راځى او ډېر يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى.
هغوئ په وتو کښې وُو چې څۀ کسانو يو سړے عيسىٰ له راوستو چې په ژبه چاړا وو او خبرې يې نۀ شوې کولے ځکه چې هغه پيريانو نيولے وو.
بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل.
او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“
هغه د يونانى نسل او د صورفينکى د علاقې وه. هغې هغۀ ته مِنت وکړو چې، ”زما د لور نه پيرے وشړه.“
هغۀ تپوس ترې وکړو چې، ”دا د څۀ بحث روان دے؟“
کله چې پرې چپه راشى نو په زمکه يې راوولى او په خولۀ يې ځګونه راشى، غاښونه چيچى، او بدن يې اېغ نېغ شى. ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“
کله چې عيسىٰ وليدل چې ګڼ خلق رانزدې کيږى نو هغۀ هغه پيرے ورټلو. هغۀ وفرمائيل، ”اے ګونګا او کُوڼ پيريه، زۀ درته حکم کوم، چې د دۀ نه راوځه او بيا کله هم مۀ ورننوځه.“
يوه ورځ عيسىٰ د يو سړى نه ګونګے پيرے وشړلو چا چې خبرې نۀ شوې کولے نو کله چې پيرى پرېښودو نو دې سړى خبرې شروع کړې، او خلق په دې کار حق حېران شول.
بيا د ګڼې نه يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه، زارى درته کوم چې زما په يک يو زوئ نظر وکړه.
کله چې هغۀ واورېدل چې عيسىٰ د يهوديه نه ښکته ګليل ته راغلے دے نو هغه ورله ورغلو او مِنت يې ورته وکړو چې، ”ما سره لاړ شه او زما زوئ جوړ کړه ځکه چې هغه مرګى حال پروت دے.“