14 چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو.
او ورته وې وئيل، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے چې تۀ داسې کوه؟“
هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“
خو هلته په دغه موقع يو څو د شرعې عالمان ناست وُو، هغوئ د ځان سره ووئيل چې،
خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے او هر څۀ چې د هغوئ خوښ وُو هغه يې ورسره کړى هم دى لکه چې د هغۀ په حقله صحيفو فرمائيلى وُو.“
تر درېو مياشتو پورې پولوس عبادتخانې ته تلو او په زړۀ ورتيا به يې خبرې کولې او خلق يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله قائلول.
په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بېهمته نۀ شئ.