13 خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے او هر څۀ چې د هغوئ خوښ وُو هغه يې ورسره کړى هم دى لکه چې د هغۀ په حقله صحيفو فرمائيلى وُو.“
نو کۀ تاسو غواړئ چې هغه ومنئ نو هغه په خپله الياس دے څوک چې راتلونکے دے.
هغۀ جواب ورکړو، ”آو، الياس به وړومبے راځى چې هر څيز سم کړى، خو په صحيفو کښې ليکلى دى چې په اِبن آدم به ډيرې سختۍ تېرې شى او په سپک نظر به ورته وکتلے شى.
چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو.
هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“
داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.