9 خوا او شا خلق څلور زره کسان وُو. او د روټۍ خوړلو نه وروستو يې بيا هغوئ کور ته رُخصت کړل.
هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورله راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“
او سمدستى د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته وختلو او د دلمنوته علاقې ته لاړو.
هغوئ ټولو خوراک په مړه خېټه وکړو، او د پاتې شوو ټوکړو نه اووۀ لوئې ټوکرۍ هم ډکې شولې.
عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى.