7 د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“
بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې.
نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په زمکه کښېنئ.“ بيا هغۀ هغه اووۀ روټۍ راواخستلې، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغه روټۍ يې ماتې کړې او مريدانو له يې د ويشلو دپاره ورکړې او هغوئ خلقو له ورکړې.
تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟
عيسىٰ هغوئ ته نعرې کړې، ”اے دوستانو، تاسو څۀ کبان ونيول کۀ نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“