Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 8:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په زمکه کښېنئ.“ بيا هغۀ هغه اووۀ روټۍ راواخستلې، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغه روټۍ يې ماتې کړې او مريدانو له يې د ويشلو دپاره ورکړې او هغوئ خلقو له ورکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 8:6
18 Iomraidhean Croise  

د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“


”او چې کله مې اووۀ روټۍ څلور زرو کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره لوئې ټوکرۍ ډکې کړې وې؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“


عيسىٰ هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“


د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“


هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.


کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه.


خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“


بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه.


څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.


او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan