34 هغۀ خلق او خپل مريدان راوبلل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
د داؤد اولاد نه ما بادشاهى واخستله او تا له مې درکړه. خو تۀ زما د خِدمت کوونکى داؤد په شان نۀ يې، چې هغه زما پوره تابعدار وو، زما حُکمونه يې منل او صِرف هغه څۀ يې کول چې ما ورته وئيل.
خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى
داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى.
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
کله چې دوئ په لاره روان وُو نو شمعون نومې کرينى سړے يې په نظر شو او هغه يې په زور په بيګار راونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.
بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”تاسو ټول زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ.
”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى.
هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.
د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“
د ټولو خلقو په وړاندې عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل،
بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى.
زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.
او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو.
او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.
زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم.
په دې وجه کۀ زما د خوراک په وجه زما ورور يا خور تيندک خورى نو زۀ به هيڅکله هم غوښه ونۀ خورم نو چې زۀ د هغوئ دپاره د تيندک سبب ونۀ ګرځم.
اګر کۀ زۀ د ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان د ټولو غلام کړو، نو چې نور زيات خلق د مسيح دپاره راولم.
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.
خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.
زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم،
خو څۀ چې مخکښې زما دپاره ګټور وو هم هغه زۀ اوس د مسيح دپاره نقصان ګڼم.
زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.
نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده.
خو مونږ اورو چې په تاسو کښې ځينې ناراسته ژوند تېروى او هيڅ کار نۀ کوى او بلکې د نورو په کار کښې هم ګوتې وهى.
او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو،
نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بېعزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.
نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو،
بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.
په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.