32 هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښې ووئيله. بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې بوتلو او د داسې خبرو نه يې منع کړو.
بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“
عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو. هغوئ هغه رابېدار کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟“
خو چې مرتا د ډېر کار په وجه پرېشانه وه نو هغۀ ته ورغله او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، تۀ دا خيال نۀ کوې چې زما خور زۀ خِدمت ته يواځې پرېښې يم؟ هغې ته ووايه چې راشى او زما مدد وکړى.“
يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او ورته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ مونږ په شک کښې ساتې؟ کۀ تۀ مسيح يې نو مونږ ته صفا صفا ووايه.“
بيا عيسىٰ هغوئ ته صفا وفرمائيل، ”لعزر مړ دے،
ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم.
د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.