30 بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل چې، د هغۀ په حقله هيچا ته مۀ وايئ.
بيا هغۀ مريدان په سختۍ سره منع کړل چې، ”هيچا ته مۀ وايئ چې هغه مسيح دے.“
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.
بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”کور ته د تلو په لار کښې په کلى کښې مۀ ګرځه.“
نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“
بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل او حکم يې ورکړو چې، ”هيچا ته مۀ وايئ.“