26 بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”کور ته د تلو په لار کښې په کلى کښې مۀ ګرځه.“
او هغوئ ته يې په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“
هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“
عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.
بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“
عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل.