25 عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل.
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.
د سړى سترګې بينا شوې او وې وئيل، ”زۀ خلق وينم خو هغوئ ګرځى راګرځى او د ونو په شان ښکارى.“
بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”کور ته د تلو په لار کښې په کلى کښې مۀ ګرځه.“
کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل.
کله چې پولوس بيان کولو نو هغۀ ورته غوږ اېښے وو، نو چې پولوس ورته د زړۀ نه وکتل نو په دې پوهه شو چې د هغۀ په جوړېدلو ايمان شته،
زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.