Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 8:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کله چې هغوئ بيتِ‌صيدا ته ورسېدل نو څۀ خلقو عيسىٰ له يو ړوند سړے راوستو او مِنت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 8:22
14 Iomraidhean Croise  

هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.


او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ ته دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغوئ بلکل روغ رمټ شول.


نو د هغې لاس ته يې لاس وروړو نو د هغې نه تبه لاړه. هغه پاڅېده او د هغۀ په خِدمت کولو شروع شوه.


عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو.


بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“


نو څلورو کسانو يو شل سړے راوچت کړے وو او هغۀ له يې په پوزى کښې راوړو.


ځکه چې هغۀ دومره ډېر بيماران روغ کړى وُو چې ټولو بيمارانو دا زور کولو چې دۀ له لاس وروړى.


بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِ‌صيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى.


افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه.


کله چې رسولان واپس راغلل نو عيسىٰ ته يې خپله کار ګزارى بيان کړه نو هغه هغوئ سره بيتِ‌صيدا نومې ښاريې ته پټ لاړو.


نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِ‌صيدا اوسېدونکے وو.


هغوئ فيليپوس له راغلل څوک چې د بيتِ‌صيدا د ګليل اوسېدونکے وو، او هغۀ ته يې ووئيل، ”صاحبه، مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan