21 نو هغۀ وفرمائيل چې، ”لا تر اوسه هم نۀ پوهېږئ؟“
اے د قوم بېعقله خلقو ځان خبر کړئ، اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟
ځکه چې هغوئ لا د روټۍ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، د هغوئ زړونه سخت شوى وُو.
هغۀ د ځان سره يو سوړ اسويلے وکړو او وې فرمائيل چې، ”دا پيړۍ ولې نښه غواړى؟ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه نښه به هم دې پيړۍ ته ورنۀ کړے شى.“
هغه د هغوئ په سوچونو پوهه شو نو تپوس يې ترې وکړو، ”دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ ولې تاسو تر اوسه نۀ وينئ او لا تر اوسه نۀ پوهېږئ څۀ؟ ولې ستاسو زړونه تر اوسه سخت دى څۀ؟
کله چې هغوئ بيتِصيدا ته ورسېدل نو څۀ خلقو عيسىٰ له يو ړوند سړے راوستو او مِنت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟
په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.
تاسو ته زۀ دا د شرمولو دپاره وايم چې ولې په تاسو کښې څوک هم دومره هوښيار نشته چې هغه د دوو ايماندارانو په مينځ کښې فېصله وکړى؟