12 هغۀ د ځان سره يو سوړ اسويلے وکړو او وې فرمائيل چې، ”دا پيړۍ ولې نښه غواړى؟ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه نښه به هم دې پيړۍ ته ورنۀ کړے شى.“
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
ځينې د شرعې عالمانو او فريسيانو ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ غواړُو چې تۀ مونږ ته د نښې په توګه معجزه وښائې.“
دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.
د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.
او هغه د هغوئ په بېايمانۍ حېران شو. نو بيا هغه په ګېرچاپېره کلو کښې ګرځېدو او تعليم يې ورکولو.
بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“
هغۀ دوئ پرېښودل او بيا کِشتۍ ته وختلو او د درياب پورې غاړې ته لاړو.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“
هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل،