7 خو دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د مذهبى تعليم په ډول ورکوى.“
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بېفائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.
دوئ بېفائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“
او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.
او کۀ مسيح بيا نۀ وى راژوندے شوے نو بيا زمونږ پېغام عبث دے او ستاسو ايمان هم بېفائدې دے.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.
خو د دغه څيزونو په حقله حُکمونه صرف انسانى تعليمونه دى چې په استعمالولو کښې به ختم شى.
خو د بېوقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بېفائدې دى.
کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده.
اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟
زۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم څوک د دې کِتاب د پېشګويو کلام اورى، کۀ څوک د ځانه څۀ په کښې زيات کړى نو خُدائ پاک به هغۀ ته په دې کِتاب کښې بيان شوى افتونه ورکړى.
د بېکاره بُتانو عبادت دپاره واپس مۀ ورګرځئ، هغه بُتان نۀ ستاسو مدد کولے شى او نۀ مو بچ کولے شى، ځکه چې دا بېکاره دى.