6 هغۀ جواب ورکړو چې، ”يشعياه نبى ستاسو رياکارانو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، لکه چې ليکلے شوى دى چې، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې زما نه ډېر لرې دى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
کۀ چرې ما د هغوئ په مينځ کښې داسې کارونه نۀ وے کړے کوم چې بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به مجرم نۀ وے، خو اوس هغوئ دا وليدل او مونږ پلار زوئ دواړو نه نفرت کوى.
خو زۀ تاسو پېژنم چې ستاسو په زړُونو کښې د خُدائ پاک مينه نشته.
نو د هغوئ په مينځ کښې بېاتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې،
هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.
هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.