Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 7:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 کله چې هغوئ د بازار نه راشى تر هغې خوراک نۀ کوى ترڅو چې يې غسل نۀ وى کړے، او ډېر نور داسې رِواجونه دى چې هغوئ په کښې د رواياتو پابندى کوى، لکه د پيالو، پَتيلو او د تانبې لوښو وينځل دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 7:4
15 Iomraidhean Croise  

زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربان‌ګاه نه به طواف کوم.


اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،


نو بيا ما جامونه سره د پيالو راواخستل او د ميو نه مې ډک کړل او هغه مې د ريکاب خاندان ته پېش کړل او ورته مې ووئيل چې، ”راشئ او مے وڅښئ.“


اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. تاسو خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه مو هغه د لوټ او د خود غرضۍ د مال نه ډک کړى وى.


اے ړندو فريسيانو، اول د دننه نه کنډول او رکېبۍ وينځئ، نو بهر نه به هم وينځلے شى.


پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“


تاسو د خُدائ پاک حُکم خو شاته غورزوئ او د بنى آدمو د رواياتو پابندى کوئ.“


هلته د کاڼى شپږ چاټۍ خوا په خوا ولاړې وې، دا د يهوديانو د دستور په مطابق د پاکېدو دپاره وې، په هره يوه کښې د شلو نه تر دېرشو ګيلنو پورې ځائ وو.


د يحيىٰ د ځينې مريدانو د يو يهودى سره د پاکېدو د دستور په سر بحث وشو.


بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.


تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.


خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan