36 عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
خو هغۀ به ورته په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“
هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“
د دې سره د هغۀ غوږونه خلاص شول او ژبه يې ګويا شوه.
د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“
بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”کور ته د تلو په لار کښې په کلى کښې مۀ ګرځه.“
نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“