35 د دې سره د هغۀ غوږونه خلاص شول او ژبه يې ګويا شوه.
نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“
بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“
عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.