33 هغۀ هغه سړے د خلقو نه يو خوا ته بوتلو، او خپلې ګوتې يې د هغۀ په غوږونو کښې وردننه کړې او په خپلو لاړو يې د هغۀ ژبه مسح کړه.
نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.
بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،
خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه.
بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“