31 د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو.
هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.
عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.
هغه لاړو او په دِکپولس کښې يې هغه څۀ بيان کړل، چې عيسىٰ د هغۀ دپاره کړى وُو او ټول خلق حق حېران شول.
بيا عيسىٰ د هغه ځايه رُخصت شو او د صور سرحد ته لاړو. هلته هغه يو کور ته ورغلو، هغۀ دا نۀ غوښتل چې څوک ترې خبر شى، خو هغۀ خپل ځان پټ نۀ کړے شو،
او هر کله چې هغه کور ته راغله نو لور يې په کټ کښې پرته وليدله او پيرے ترې تلے وو.