30 او هر کله چې هغه کور ته راغله نو لور يې په کټ کښې پرته وليدله او پيرے ترې تلے وو.
هغۀ هغې ته وفرمائيل، ”تا چې دا ووئيل نو بېغمه کور ته لاړه شه، پيرے ستا د لور نه تلے دے.“
د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو.
خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.