Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 7:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ځکه چې فريسيان او ټول يهوديان د خپلو مشرانو د رواياتو په مطابق هيڅکله هم په ناوينځلو لاسونو روټۍ نۀ خورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 7:3
10 Iomraidhean Croise  

نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ او نور ډېر کارونه هم په دې شان کوئ.“


ځکه فريسيانو او د شرعې عالمانو د هغۀ نه دا تپوس وکړو چې، ”ستا مريدان ولې په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى او د مشرانو د رواياتو پابندى نۀ کوى؟“


فريسى په دې ليدو حېران شو چې هغۀ د روټۍ خوړلو نه مخکښې لاسونه ونۀ وينځل.


هلته د کاڼى شپږ چاټۍ خوا په خوا ولاړې وې، دا د يهوديانو د دستور په مطابق د پاکېدو دپاره وې، په هره يوه کښې د شلو نه تر دېرشو ګيلنو پورې ځائ وو.


زۀ د يهوديانو په عقيده کښې د خپل قوم د اکثرو همزولو نه ډېر سرګرم وم ځکه چې زۀ د خپلو مشرانو د رواياتو ډېر زيات پابند وم.


خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.


نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بې‌فائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan