27 هغۀ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”اول بچى په خېټه مَړول پکار دى، دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“
عيسىٰ دا دولس کسان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”د غېر يهودى قومونو په طرف مۀ ځئ او د سامريانو ښار ته مۀ ننوځئ،
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
هغه د يونانى نسل او د صورفينکى د علاقې وه. هغې هغۀ ته مِنت وکړو چې، ”زما د لور نه پيرے وشړه.“
هغې ورته ووئيل، ”مالِکه، بېشکه خو سپى هم د بچو د مېز د لاندې ټوکړې خورى.“
بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى
نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بېخُدايه ژوند کولو.