2 نو هغوئ وليدل چې د هغۀ مريدان په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى.
”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ له چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى، نۀ وينځى؟“
ځکه فريسيانو او د شرعې عالمانو د هغۀ نه دا تپوس وکړو چې، ”ستا مريدان ولې په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى او د مشرانو د رواياتو پابندى نۀ کوى؟“
فريسى په دې ليدو حېران شو چې هغۀ د روټۍ خوړلو نه مخکښې لاسونه ونۀ وينځل.
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېريهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.
خو ما ووئيل چې، نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.
زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بېحرمتى کړى وى، او د فضل د روح بېعزتى يې کړى وى؟
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.