18 هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى.
څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“
تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالونو څنګه پوهه شئ؟
هر کله چې عيسىٰ د دې خلقو نه بېل شو او کور ته لاړو نو د هغۀ مريدانو د دې مِثال په حقله د هغۀ نه تپوس وکړو.
ځکه چې دا د هغۀ په زړۀ کښې نۀ ننوځى بلکې د هغۀ خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟“ ځکه هغۀ ټول خوراکونه پاک ګڼل.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے نادانو خلقو تاسو څومره ساده ګان يئ چې د نبيانو په کلام مو باور نۀ دے کړے.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ د يهوديانو لوئ اُستاذ يې او د دې نه ناخبره يې؟
ما تاسو له پئ درکړل خو روټۍ نه، ځکه چې تاسو روټۍ خوړلو ته تيار نۀ وئ. بلکې اوس هم لا تاسو تيار نۀ يئ.
په دې حقله مونږ سره ډيرې خبرې دى خو دا تشريح کول سخت کار دے، ځکه چې تاسو په پوهېدو کښې سست يئ.