Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ او نور ډېر کارونه هم په دې شان کوئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 7:13
14 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


خو فرض کړئ چې د دې زوئ يې يو زوئ وى څوک چې د خپل پلار ټول ګناهونه وينى، کۀ څۀ هم چې هغه دا وينى خو بيا هم هغه د خپل پلار غوندې کارونه نۀ کوى.


اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى.


نو هغه نور د مور او پلار د حق نه مجبور نۀ دے. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ.


نو هغه نور د مور او پلار د حق نه بېخى بې‌غمه شو.


بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”تاسو ټول زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ.


ځکه چې فريسيان او ټول يهوديان د خپلو مشرانو د رواياتو په مطابق هيڅکله هم په ناوينځلو لاسونو روټۍ نۀ خورى.


ځکه فريسيانو او د شرعې عالمانو د هغۀ نه دا تپوس وکړو چې، ”ستا مريدان ولې په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى او د مشرانو د رواياتو پابندى نۀ کوى؟“


بيا عيسىٰ هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”تاسو په چالاکۍ سره د خُدائ پاک حکم ماتوئ، صرف چې د خپلو رواياتو پابندى وکړئ.


زۀ د يهوديانو په عقيده کښې د خپل قوم د اکثرو همزولو نه ډېر سرګرم وم ځکه چې زۀ د خپلو مشرانو د رواياتو ډېر زيات پابند وم.


بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. زۀ تاسو ته بيا خبردارے درکوم لکه څنګه چې ما تاسو ته وړاندې درکړے وو، هغه څوک چې داسې کارونه کوى نو هغوئ به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى.


او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan