8 هغۀ ورته حکم وکړو چې، ”د سفر دپاره د يوې امسا نه بغېر بل هيڅ مۀ اخلئ، نۀ روټۍ، نۀ تيلۍ او نۀ په بټوه کښې پېسې.
پېزار په پښو کړئ خو دوېم قميص مۀ اخلئ.“
د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص.