55 او خلق ګېرچاپېره علاقې ته په منډه لاړل او د هرې خوا نه يې بيماران په پوزَکو کښې ورته راوړل.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
کله چې هغوئ د کشتۍ نه راکوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپېژندو.
او هر چرته چې به هغه تلو، کلو، ښارونو، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارونو کښې ورته بيماران کښېنول او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ له دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغه بلکل روغ شول.
هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى.