54 کله چې هغوئ د کشتۍ نه راکوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپېژندو.
څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.
کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل او هلته يې کِشتۍ په ګودر وتړله.
او خلق ګېرچاپېره علاقې ته په منډه لاړل او د هرې خوا نه يې بيماران په پوزَکو کښې ورته راوړل.
نو د دې واقعې نه پس د جزيرې نور بيماران هم راغلل او هغوئ روغ شول.
زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم،