Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:52 - Pakistani Yousafzai Pashto

52 ځکه چې هغوئ لا د روټۍ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، د هغوئ زړونه سخت شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:52
9 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.


وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.


د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے نادانو خلقو تاسو څومره ساده ګان يئ چې د نبيانو په کلام مو باور نۀ دے کړے.


”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“


نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan