Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:51 - Pakistani Yousafzai Pashto

51 بيا هغه د هغوئ سره کِشتۍ ته وختلو او طوفان ودرېدلو. په دې هغوئ بلکل اريان دريان شول،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:51
14 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.


هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“


او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“


هغه بېدار شو، باد يې ورټلو او درياب ته يې وفرمائيل چې، ”په آرام شه، ودرېږه.“ باد ودرېدلو نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.


هغوئ يرې اخستى وُو او يو بل ته يې ووئيل، چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى.“


جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول.


بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل.


د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“


نو بيا هغوئ دا غوښتل چې عيسىٰ کِشتۍ ته راوخېژى او سمدستى کِشتۍ هغه غاړې ته ورسېدله چرته چې دوئ روان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan