5 هغۀ هلته معجزې ښکاره نۀ کړې بغېر د دې نه چې خپل لاسونه يې په يو څو بيمارانو راښکل او هغوئ يې روغ کړل.
زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.
چې کله هغه سړى ته پته ولګېده چې مقابله يې نۀ شوه ګټلے، نو هغۀ يعقوب په پتُون ووهلو او پتُون يې د بند نه ووتلو.
هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.
او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“
چې کله د پوبليوس پلار د تبې او د دستونو په وجه په کټ بيمار پروت وو، نو پولوس هغۀ له ورغلو، دُعا يې ورته وکړله، خپل لاس يې پرې کېښودو او شفا يې ورکړه.
ځکه چې زيرے مونږ ته هم د هغوئ په شان راورسېدو، خو هغه کلام چې هغوئ واورېدو هغوئ ته يې فائده ورنۀ کړه، ځکه چې هغوئ په ايمان کښې د هغوئ سره په اتفاق نۀ وُو چا چې کلام واورېدو.