49 خو کله چې هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو، نو دا سوچ يې وکړو چې ګنې دا پيرے دے او چغې يې کړې،
چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى،
عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو،
ځکه چې هغوئ ټولو دے وليدلو او يرې واخستل. خو هغۀ سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“
هغوئ يرې او هيبت واخستل او په دې سوچ کښې شُو چې ګنې پيرے يې وليدو.