Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:48 - Pakistani Yousafzai Pashto

48 عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:48
16 Iomraidhean Croise  

او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“


هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“


چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى،


هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى. هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.


مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے، او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے. بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.


د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.


په هم هغه وخت کښې مريدانو ته د وچې نه ډېر وړاندې په اوبو کښې تکليف جوړ شو ځکه چې کشتۍ د سختو چپو او د مخالف هوا په وجه په درياب کښې په چورليدو وه.


خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.


نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه.


کله چې ماښام ناوخته شو او کِشتۍ په اوبو کښې وړاندې تلې وه او هغه په اوچه کښې بلکل ځان له وو.


خو کله چې هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو، نو دا سوچ يې وکړو چې ګنې دا پيرے دے او چغې يې کړې،


بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى.


کله چې هغوئ اِماوس کلى ته نزدې شُو نو عيسىٰ خپل ځان داسې ظاهر کړو چې ګنې لا نور هم مخکښې روان دے.


داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.


په هغه شپه ساؤل خپل سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هغوئ سحر وختى د دشمن په خېمو باندې تېز ورغلل او په عمونيانو باندې يې حمله وکړه. تر غرمې پورې يې ټول وژلى وُو. ژوندى پاتې کسان خوارۀ وارۀ شول، هر يو سړى په خپله مخه منډې وهلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan