Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:46 - Pakistani Yousafzai Pashto

46 چې هغوئ يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته وختلو چې دُعا وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:46
9 Iomraidhean Croise  

او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو.


خو کله چې تاسو دُعا کوئ نو خپلې کوټې ته ننوځئ، ور پورې کړئ او خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چې د پړدې په دغه ځائ کښې موجود دے. او ستاسو آسمانى پلار څوک چې پټ رازونه وينى، هغه به بدل درکړى.


سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله.


کله چې ماښام ناوخته شو او کِشتۍ په اوبو کښې وړاندې تلې وه او هغه په اوچه کښې بلکل ځان له وو.


هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.


پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.


خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو.


خو زما روح آرام ونۀ موندو ځکه چې ما خپل ورور تيطوس هلته ونۀ ليدلو، نو د هغوئ نه مې رُخصت راواخستو او مِکدونيه ته لاړم.


خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan