45 بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِصيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى.
هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.
بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل.
کله چې هغوئ بيتِصيدا ته ورسېدل نو څۀ خلقو عيسىٰ له يو ړوند سړے راوستو او مِنت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى.
افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه.