Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 بيا هغۀ پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې. او هغه يې مريدانو له ورکړې چې د خلقو په وړاندې کېږدى. او هغۀ هم هغه دوه کبان په هغوئ ټولو تقسيم کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:41
22 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې.


نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل.


د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“


د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“


نو هغوئ د پنځوسو او سلو کسانو په پېنډو کښې کښېناستل.


هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو.


بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“


کله چې ما پينځۀ روټۍ پينځۀ زره کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره ډکې ټوکرۍ راټولې کړې وې؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”دولس.“


کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه.


بيا عيسىٰ هغه پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل او آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو، ماتې يې کړې او مريدانو له يې ورکړې چې په خلقو يې تقسيم کړى.


نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله.


د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.


بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل.


بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه.


د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو.


څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


تاسو چې د خوراک دپاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاويږى او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم آباد مُلک درکړے دے د هغې دپاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.


او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan