Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 بيا هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”په شين کبل د دې خلقو پېنډه جوړه کړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:39
9 Iomraidhean Croise  

هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.


نو عيسىٰ خلقو ته وفرمائيل چې په زمکه کښېنئ.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څومره روټۍ دى؟ لاړ شئ او وې ګورئ.“ هغوئ لاړل، وې کتلې او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“


نو هغوئ د پنځوسو او سلو کسانو په پېنډو کښې کښېناستل.


دا خوا او شا پينځۀ زره سړى وُو. هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”د دوئ نه د پنځوسو پنځوسو کسانو پېنډې جوړې کړئ.“


عيسىٰ وفرمائيل، ”دا خلق کښېنوئ.“ هلته په هغه ځائ کښې ښۀ ډېر واښۀ وُو، نو هغوئ لاندې په زمکه کښېناستل او ټول تقريباً پينځۀ زره سړى وُو.


ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے


خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan