38 هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څومره روټۍ دى؟ لاړ شئ او وې ګورئ.“ هغوئ لاړل، وې کتلې او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”اووۀ روټۍ او يو څو واړۀ کبان.“
خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو د ځانه دوئ له د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ولې مونږ لاړ شُو او د دوو سوو دينارو روټۍ د دوئ د خوړلو دپاره واخلو؟“
بيا هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”په شين کبل د دې خلقو پېنډه جوړه کړئ.“
عيسىٰ هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“
خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“
”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“