37 خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو د ځانه دوئ له د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ولې مونږ لاړ شُو او د دوو سوو دينارو روټۍ د دوئ د خوړلو دپاره واخلو؟“
نو د بادشاه خاص آفسر اليشع ته ووئيل، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان نه د غلو دانو د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به ترې نه هيڅ هم ونۀ خورې.“
زۀ دې ټولو خلقو له غوښه د کوم ځائ نه ورکړم؟ ځکه چې هغوئ ما ته ژاړى او زما نه غوښه غواړى.
خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”د دوئ د تلو حاجت نشته، تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ.“
خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره مِلاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرۍ ورته غلے شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه.
دا خلق خوا او شا کلو او بانډو ته رُخصت کړه چې لاړ شى خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څومره روټۍ دى؟ لاړ شئ او وې ګورئ.“ هغوئ لاړل، وې کتلې او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د يو سودخور دوه قرضدارى وُو. يو ته يې پينځۀ سوه ديناره قرض وُو او په بل يې پنځوس.
خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“