36 دا خلق خوا او شا کلو او بانډو ته رُخصت کړه چې لاړ شى خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“
خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې، ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بېواره چغې وهى.“
بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“
هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“
د هغۀ مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينې چې ستا طرف ته زور کوى، او بيا هم دا تپوس کوې چې دا چا ما له لاس راوړو؟“
هر کله چې ورځ په تېرېدو شوه د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے.
خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو د ځانه دوئ له د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ولې مونږ لاړ شُو او د دوو سوو دينارو روټۍ د دوئ د خوړلو دپاره واخلو؟“