Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:34
19 Iomraidhean Croise  

ميکاياه ورته وفرمائيل، ”ما په خوب کښې د اِسرائيل لښکر په غرونو باندې داسې خور وکتلو لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو پرېږده چې هغوئ په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“


ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِسرائيل لښکر ګورم چې په غرونو باندې داسې خور دے لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو هغوئ پرېږده چې په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“


په بابل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى.


زما غوره شوے قوم د ورکو شوو ګډو په شان دے، د هغوئ د قوم شپونکو هغه په غلطو لارو روان کړى دى او په غرونو کښې يې سرګردانه پرېښودى دى. او هغوئ په غرونو او غونډو سرګردانه ګرځى او خپل د آرام کولو ځائ ترې نه هېر وى.


نو هغه ګډې خوَرې شوې ځکه چې د هغوئ شپونکے نۀ وو، او کله چې هغه خورې ورې شوې نو د ځنګلى ځناورو د خوراک شوې.


بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بې‌فائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.


او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.


عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“


کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بې‌وسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى.


خو ډېرو خلقو هغوئ په تلو کښې وليدل او وې پېژندل او بيا هغوئ د ټولو ښاريو نه هغه ځائ ته پياده لاړل او د هغوئ نه وړاندې ورسېدل.


هر کله چې ورځ په تېرېدو شوه د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے.


په هغه ورځو کښې په يوه بله موقع چې بيا ډېر خلق راجمع شوى وُو او ورسره د خوړلو څۀ نۀ وُو، عيسىٰ خپل مريدان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل،


”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته.


خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه.


هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.


ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan