33 خو ډېرو خلقو هغوئ په تلو کښې وليدل او وې پېژندل او بيا هغوئ د ټولو ښاريو نه هغه ځائ ته پياده لاړل او د هغوئ نه وړاندې ورسېدل.
بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل.
هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.
او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې.
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.